افغانستان او ایران هڅه کوي تر څو ګډې اقتصادی ګټې پیدا او په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال وايي، د افغانستان موخه د ایران او افغانستان تر منځ د اقتصادي وړتیاوو لوړاوی دی تر څو دواړه هېوادونه وکولی شی ګډې اقتصادي او سوداګریزه ګټې پیدا او د هغو د پراختیا لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري له ایرنا سره په یوه ځانګړې مرکه کې چابهار او ترکمنستان ته د افغانستان د اقتصادي پلاوي د وروستي سفر په تړاو و ویل: د افغانستان اقتصادي پلاوي، چې په دې وروستیو کې یې چابهار او ترکمنستان ته سفرونه درلودل عمدتآ د اقتصادي او سوداګیزه اهدافو په خاطر وو.

د ښاغلي نظري په وینا، د وروستیو سفرونو نه موخه دا ده تر څو وکولی شو د افغانستان، ایران او ترکمنستان تر منځ اقتصادي او سوداګریزه اړیکې مناسبې او مطلوبې کچې ته لوړې کړو.

د نظري په خبره که څه هم دا مهال د دریو هېوادونو (افغانستان، ایران او ترکمنستان) په ځانګړې توګه د افغانستان او ایران اسلامي جمهوریت تر منځ اقتصادي او سوداګریزه اړیکې دوام لري خو تر اوسه هغه څه ته چې زموږ موخه او مطلوبه کچه ده نه یو رسېدلي.

د ښاغلي نظري په باور ایران او ترکمنستان ته د افغانستان د اسلامي امارت د اقتصادي پلاوي د سفر اساسي هدف دا دی، چې وکولی شو له ګاونډیانو سره د افغانستان اقتصادي وړتیاوې لا فعاله کړو، صادرات او واردات د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان او ایران اسلامي جمهوریت تر منځ زیاتوالی پیدا کړي تر څو دواړه هېوادونه وکولی شی ګډې اقتصادي ګټې پیدا او د اقتصادي او سوداګریزه اړیکو د پراختیا لپاره په راتلونکې کې جدي ګامونه واخلي.

افغانستان د پانګونې جلبولو لپاره ډېرې وړتیاوې لري

د اقتصاد وزارت مرستیال د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل: افغانستان د خپلو ګاونډیانو په تېره بیا د پانګونې د جلبولو ډېر ظرفیت لري.

د نظري څرګندونو له مخې، افغانستان د کميت او کيفيت له پلوه بې سارې معدني سرچينې لري او د کرنې او زراعت لپاره غوره خاوره او د اوبو غوره سرچينې لري، چې په دې برخه کې د اړيکو د پراختيا له لارې د پانګونې لپاره د ګاونډيانو پام ځان ته رااړولى شي تر څو هم د افغانستان ګټې خوندي شي او هم  ګاونډیان کولی شي اقتصادي وده او سوکالي ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې، د نظري له لید لوري، افغانستان د «تازه او وچو» مېوو د صادرولو په برخه کې د سیمې له مهمو هېوادونو څخه ګڼل کېږي، چې کولای شي خپلو ګاونډیانو ته یې صادر کړي او په دې توګه پراخې اقتصادي تبادلې رامنځته کړي.

نظري زياته کړه: افغانستان له خپلو ګاونډيانو سره د سړک جوړونې او بيارغونې په برخه کې هم د رېل پټلۍ په ګډون د ښې اړيکې ټينګولو په هڅه کې دی، چې خواف- هرات يو له دغو بېلګو څخه ګڼل کېږي.

د نظري باور، د خواف- هرات د ریل پټلۍ له لارې د ایران له اسلامي جمهوریت سره اقتصادي راکړه ورکړه مهم رول لري، دا ټول د افغانستان داخلي ظرفیتونه دي چې له ګاونډیانو سره په اقتصادي اړیکو کې په پام کې نیول کېدای شي تر څو په هیواد کې د پانګونې سبب شي.
 

له ایران سره د افغانستان اقتصادي اړیکې په مناسبه کچه دي
 

نظري د خپلو خبرو په دوام وويل: د سيمې له هېوادونو په تېره بيا د ايران له اسلامي جمهوريت سره د افغانستان اقتصادي اړيکې په مناسبه کچه کې دي.

د اقتصاد وزارت مرستیال زیاته کړه: له یوې خوا د افغانستان او ایران ترمنځ ګډې اقتصادي ګټې شته او له بلې خوا د جغرافیې له لحاظه، اسلامي جمهوریت زموږ ګاونډی دی او په عین حال کې تمدني او کلتوري مشترکات د دې سبب کېدای شی چې د ایران محصولات په افغانستان کې ډیر پیرودونکي ولري او همدارنګه موږ کولی شو ایران ته خپل صادرات زیات کړو.
 

اسلامي امارت تېر مات اقتصاد بېرته ورغاوه
 

نظري همداراز څرګنده کړه: د اسلامي امارت په دوره کې د افغانستان اقتصاد ښه پرمخ تللی، افغانستان وکولای شول چې له «فتح» وروسته خپل اقتصاد له زوال څخه وژغوري او د افغانستان د مالیې په سیستم کې چې په تېرو وختونو کې د مالي فساد سرچینه وه، ښه بریالیتوبونه رامنځته کړي.

هغه ټینګار وکړ: په دې موده کې موږ وکولای شو چې په رڼه توګه د افغانستان مالیات راټول کړو، د افغانستان ګمرکونه چې په تېرو وختونو کې د مافیا یوه سرچینه ګرځېدلې وه، کنټرول او نظارت او د عایداتو په یوې مهمې سرچینې یې بدل کړو.

د اقتصادي چارو دغه کارپوه زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت په دې وتوانېد چې په داخلي منابعو لکه کانونو، تر یوه حده د تیلو او ګازو او همدارنګه د بهرنیو پانګوالو په راجلبولو سره په اقتصادي ډګر کې بریالی شي او لویې پروژې په لاره واچوي، د دندو په رامنځته کولو کې مهم رول لوبویي او د کورني تولید وده زیاتوي، چې یوه له دغو پروژو څخه د قوشتېپې کانال دی.

د نظري په وینا، اسلامي امارت د بهرنیو اسعارو د بازار په اداره کولو، د افغانۍ د ارزښت په ساتلو او په هېواد کې د انفلاسیون د کچې په کنټرول کې خورا بریالی و، چې د نړیوال بانک په راپور کې هم تایید شوی دی.

نظري د اسلامي امارت د نورو لاسته راوړنو په بیانولو سره وویل چې امارت د خوراکي توکو د بیو د راټیټولو په برخه کې ښه ګامونه پورته کړي او افغانستان اوس یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د خوراکي توکو بیې په کې ډېرې نه دي لوړې شوې.

د اقتصاد وزارت مرستیال وویل چې د افغانستان اقتصاد د پخواني حکومت «جمهوریت» په وخت کې تر ډېره په بهرنیو مرستو متکي و او په حقیقت کې یو مات اقتصاد و، خو د اسلامي امارت په دوره کې له ستراتېژیکو اړخونو سره مخ شو، په پلان جوړونه کې د دې توان درلود چې د تېرې دورې ماتېدنه ترمیم او د افغانستان اقتصاد له انحصار څخه پر ځان بسیاینې ته لار هواره کړي.

د ده په وینا د اسلامي امارت له لوري پیل شوې لاره به د افغانستان پر ځان بساینې پای ته ورسېږي او کولای شي د کورنیو تولیداتو وده په خپله اجنډا کې ځای پر ځای کړي، د زیاتو وارداتو مخه ونیسي او د افغانستان صادراتو ته زیاته پاملرنه وکړي.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې افغانستان اوس مهال د صادراتو پراختیا په خپله اجنډا کې ځای کړې ده، تر څو زیات بهرني اسعار هېواد ته داخل شي، چې د خپل ملي اسعارو له ثبات سره مرسته وکړي او له بلې خوا د خصوصي سکټور او کورني تولیدات په ملاتړ وکولی شي په راتلونکي کې د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره بنسټ جوړ کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .