ملګرو ملتونو او اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان او غزې په اړه خبرې کړې

کابل- ایرنا- د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي د افغانستان او غزې په اړه خبرې اترې کړې دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې آمنه محمد نن (چهارشنبې د لړم ۱۷ مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د اسلامي همکاریو سازمان له سرمنشي ابراهیم طاها سره یې د افغانستان او غزې د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

مېرمن محمد په دې لیدنه کې د افغانستان او غزې د ستونزو د حل لپاره د ملګرو ملتونو او اسلامي همکاریو سازمان په ګډ کار ټینګار کړی دی.

د ویلو ده، چې مېرمن محمد « په اسلام کې د ښځو د حیثیت او پیاوړتیا په اړه غونډه» کې، چې په سعودي عربستان کې جوړه شوې ګډون او وینا کړې ده.

مېرمن محمد په دې ناسته کې ویلي، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري پر ښځو او نجونو لګول شوي محدویتونه باید په جدي توګه وڅېړل شي.

آمنه محمد زیاته کړې: د طالبانو له لوري پر افغان ښځو او نجونو لګول شوي محدویتونه او بندیزونه باید په جدي توګه وڅېړل شي، ځکه چې موږ د نجونو پر تحصیل د پانګونې سره د خپلو خویندو، کورنیو او ګاونډیو لپاره له یوې روښانه راتلونکې ډاډ تر لاسه کړو.

د افغانستان د سرپرست دولت ویاند دغه څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، په افغانستان کې د ښځو حقونه تامین دي او په ځینو مسایلو کار روان دی، چې ژر به حل شي.

ښاغلي مجاهد څرګنده کړې: په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې ډول د مېرمنو موضوع حل ده، په دې مانا کوم قوانین او حقوق چې اسلام او شریعت زموږ خویندو ته ورکړي تر ټولو غوره حقوق دي چې موږ یې ساری نه لرو، خو په ځینو برخو کې موږ بعضې ستونزو لرو، چې رسېدنه ورته نه ده شوې او یا هم ورته د رسېدنې په حال کې یو، دا په استثنايي حالتو کې ده او څوک ترې انکار نه شي کولی.

د یادونې ده، چې په اسلام کې د ښځو د حیثیت او پیاوړتیا په اړه غونډه د اسلامي همکاریو سازمان له خوا د سعودي عربستان پلازمېنه جده کې تر سره شوې ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .