د افغانستان د امامیه علماوو شورا د فلسطین له خلکو د اسلامي امت د بېړني ملاتړ غوښتنه وکړه
شورای عالی علمای امامیه افغانستان

کابل – ایرنا- د افغانستان د امامیه علماوو عالي شورا د فلسطین له مظلومو خلکو د اسلامي امت د بیړني ملاتړ غوښتنه وکړه.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ دغې شورا نن (پنجشنبه د تلې ۲۷مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره په غزې تراډه کې د غاصب صهیونیسټي رژیم له خوا د ترسره شوي جنایت پر وړاندې د فلسطین له ولس څخه د اسلامي امت د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د دغې شورا په بیانیه کې د امام علی (ع) د یو حدیث په نقل سره ویل شوی دی: کنا للظالم خسما و لیل المظلوم اونا (نهج البلاغه ۴۷) د فلسطین د مظلومو خلکو او د غزې د بې دفاع ښځو او ماشومانو په وړاندې جنایت چې د وحشت یوه بله پرده ده او نړۍ ته د غاصب صهیونیسټي رژیم جنایتونه په ډاګه کوي.

په غزې کښې د المعمدي په روغتون کې بې ساري جنایت چې د سلګونو مظلومو او بې دفاع فلسطینیانو د شهادت او ټپي کېدو سبب شو او دغه جنایت وښودله چې په دې سیمه کې چې د الهي پیغمبرانو د زیږون ځای دی د صهیونیسټانو لپاره هېڅ ځای نشته او دغه وحشتناک جنايت د زرو څخه د زياتو ماشومانو او ډاکټرانو د شهادت سبب شو، چې دا ډول جنايت د تاريخ په اوږدو کې کم سارى دى او د ويښو خلکو زړونه او وجدانونه يې زخمي او وينې کړي دي، د افغانستان د امامیه علماوو عالي شورا دغه بشرضد جنایت په کلکه غندي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د اسلامي امت څخه تمه لري، چې د فلسطین له مظلومو مسلمانانو سره یو ځای د دغه ناوړه جنایت په غندلو سره د غاصب رژیم له منګولو څخه د قدس شریف د آزادولو دعا وکړي او د هغوی د بریا لپاره به له خدای تعالی څخه ؛" یَـأَیُّهَا الَّذِینَ ءَامَنُواْ إِن تَنصُرُواْ اللَّهَ یَنصُرکُم وَیُثَبِّت أَقدَامَکُم" د بریا غوښتنه وکړي او دغه شورا یو ځل بیا د فلسطین د مظلومو خلکو د بشپړ او عاجلو سیاسي، مادي او معنوي ملاتړ په ضرورت ټینګار کوي".

د پيغام پای/

Your Comment

You are replying to: .