-
شهباز شریف:
پاکستان له ایران سره د ستراتیژیکو همکاریو د پیاوړتیا ژمنه کوي / موږ د اسلامي امت په منځ کې د ایران مقام ته لوړ ارزښت ورکوو
کابل- ایرنا- د پاکستان لومړي وزیر د ایران له مذهبي مشر او ولسمشر سره له لیدنو وروسته وویل: موږ د اسلامي امت په منځ کې د ایران مهم مقام ته لوړ ارزښت ورکوو او د سیمه ایزې سولې او امنیت لپاره له ایران سره د ستراتیژیکو همکاریو د پیاوړتیا ژمنه کوو.
-
که د ماشه میکانیزم فعال شي، د ایران غبرګون به سخت وي
تهران - ایرنا- د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ د کمېسیون ویاند وویل: د بهرنیو چارو وزیر په وینا، که د ماشه میکانیزم فعال شي، د اسلامي جمهوریت غبرګون به سخت وي.
-
عراقچي: په ایران کې بډایه کول یو اساسي موضوع ده/ اروپا باید د «اسنپ بک» د کارولو پایلې دي ومني
کابل - ایرنا - د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې په ایران کې بډایه کول یوه اساسي او بنسټیزه موضوع او د ایراني ساینس پوهانو یوه لویه علمي لاسته راوړنه ده. هغه زیاته کړه: ایران ته د ' اسنپ بک ' میکانیزم په کارولو ګواښ هېڅ قانوني او سیاسي اړخ نلري، او دا یو غلط اقدام دی، چې اروپا باید د هغې پایلې ومني.
-
پزشکیان: تهران په ټولو برخو کې له افغانستان سره د اړیکو پراختیا ته چمتو دی
کابل – ایرنا – د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د افغانستان د دولت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په کتنه کې له افغانستان سره په ټولو برخو کې د اړیکو پراختیا ته د تهران چمتووالی خبر ورکړ.
-
د اسلامي انقلاب معظم رهبر:
د عربي هېوادونو لپاره د ټرمپ بېلګه خامخا ناکامه ده/ امریکا د غزې د ماشومانو د وژلو لپاره له "قدرت" کار واخیست.
کابل- ایرنا - د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر وویل: د عربي هېوادونو لپاره د ټرمپ بېلګه خامخا ناکامه ده.
-
غریبآبادي: په غني کولو کې وقفه د منلو نه دي/ د غني کولو حق زموږ قطعي سره کرښه ده
کابل – ایرنا – د ایران د بهرنیو چارو وزارت حقوقي او نړیوال مرستیال د ایکس ټولنیزې شبکې یو کاروونکي د اندېښنې په ځواب کې لیکلي دي: د غني کولو حق زموږ قطعي سره کرښه ده! په غني کولو کې هیڅ وقفه د منلو نه ده.
-
ټرمپ: له ایران سره هوکړې ته ډېر نږدې یو / ایراني بې پيلوټه الوتکې ډېرې ښې، چټکې او وژونکې دي
کابل- ایرنا- د امریکا ولسمشر له ایران سره د خپل هېواد اټومي هوکړې ته د نږدې کېدو خبر ورکړ.
-
عراقچي د ټرمپ ایران ضد خبرو په ځواب کې: موږ د ګواښ ځای په ځای کولو سره د یوې بشپړې فریبکارۍ شاهد وو / امریکا د ایران د اقتصادي پرمختګ مخه ونیوله
کابل- ایرنا- د کابینې د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې شپې په سعودي عربستان کې د ایران په اړه د څرګندونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ما د امریکا د ولسمشر څرګندونې تېره شپه واورېدې، له بده مرغه یوه فریبکارانه نظریه بیان شوه.
-
بقائي: تجربه وايي له امریکا سره په مذاکراتو کې باید په خورا احتیاط سره ګام واخلو
کابل- ایرنا- د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران او امریکا ترمنځ په غیر مستقیمو خبرو اترو کې د بندون په اړه د ځینو ادعاوو په هکله وویل: په هرې مذاکراتي پروسه کې داسې لوړې ژورې کېدای شي شتون ولري، په ځانګړې توګه په دومره حساس مذاکراتو کې د دوو خواوو ترمنځ چې د یو بل په وړاندې د بې باورۍ اوږد تاریخ لري.
-
د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر:
مسلمانان باید اجازه ورنکړي چې د فلسطین مسئله هېره شي، د باطل جریان څو ورځنی جولان به پای ته ورسیږي
کابل - ایرنا - د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر وویل: مسلمانان باید اجازه ورنکړي چې د فلسطین مسئله هېره شي.
-
د ایران رهبر: د اسلامي جمهوریت پرمختګ د ایران د بدخواهانو د غوسې لامل دی
کابل- ایرنا- د اسلامي انقلاب ستر رهبر وویل: د هیواد پرمختګ د ایران بدخواهان په غوسه او مایوسه کړي دي. البته، په هغو برخو کې کمزورتیاوې شتون لري لکه اقتصادي مسلې چې بې له شکه باید حل شي.
-
عراقچي د اسراییل د جنایتونو د سمدلاسه بندولو لپاره په ډله ییز اقدام ټینګار وکړ
کابل - ایرنا - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د مصر د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې د اسراییل د جنایتونو د سمدلاسه بندولو لپاره د ګډ اقدام ټینګار وکړ.
-
افغانستان د سلواغه په میاشت کې د ۱۴۴ میلیونو ډالرو څخه زیات صادرات وکړ/ ډیری واردات له ایران څخه
کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې اعلان وکړ چې د سلواغه په میاشت کې د هېواد صادرات ۱۴۴ میلیونو دالرو ته رسیدلی دی.
-
امریکا ته د ایران خبرداری: هر ډول تیری به ناوړه عواقب ولري
کابل – ایرنا – په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازې ویلي، تهران د ډونالډ ټرمپ په ګډون د امریکايي چارواکو «بې پروايي او پارونکي څرګندونې» په کلکه ردوي او خبرداری ورکوي، چې هر ډول تیري به جدي عواقب ولري، چې په بشپړ ډول به یې د امریکا متحده ایالات مسوول وي.
-
ذبیح الله مجاهد: یوناما باید هڅه وکړي چې د افغانستان کرسۍ اسلامي امارت ته وسپاري
کابل – ایرنا- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر د یو کلن ماموریت د غځولو په غبرګون کې د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ویلي چې یوناما باید هڅه وکړي چې د افغانستان کرسۍ اسلامي امارت ته وسپاري.
-
يو شمېر نړيوالو سازمانونو د افغانستان له روغتيايي سکټور سره د خپلو همکاريو د دوام ډاډ ورکړ
کابل – ایرنا- د یو شمېر نړیوالو موسسو چارواکو د افغانستان له روغتیا ریاست سره د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
-
عراقچي: امریکا حق نه لري چې په ایران باندې دیکته وکړي/ د دیکته دوران په ۱۳۵۷ کال پای ته ورسېده
کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په یوه پیغام کې ټینګار کړی چې د امریکا حکومت حق نه لري چې د ایران د بهرنۍ پالیسۍ دیکته وکړي.
-
د ټولګټو وزارت اعلان وکړ:
د افغانستان د سړک رغونې په سکتور کې د الماني پانګوالو د پانګونې لېوالتیا
کابل – ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت د افغانستان د سړک رغونې په برخه کې د الماني پانګوالو د پانګونې لېوالتیا اعلان کړه.
-
په ننګرهار کې د درملو یو عمده پلورنځی او دوه درملتونونه تړل شول
کابل – ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت په ننګرهار ولایت کې د درملو یو عمده پلورنځی او دوه درملتونونو د تړلو خبر اعلان وکړ.
-
د کابل او مسقط چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې وکړې
کابل – ایرنا- د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د عمان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
-
علیرضا بیګدلي: ایران هوډ لري چې له افغانستان سره د اوبو او انرژۍ د پراختیا د پروژو په پلي کولو کې همکاري وکړي
کابل – ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت سرپرست وویل: ایران هوډ لري چې له افغانستان سره د اوبو او انرژۍ د پراختیا د پروژو په تطبیق کې همکاري وکړي.
-
د بدخشان ولایت د واخان سړک د دویم فاز د کار د پیل تړون لاسلیک شو
کابل – ایرنا- د افغانستان د حکومت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست د بدخشان ولایت د واخان د جغلي سړک د دویم فاز د کار د پیل تړون له یوه کورني خصوصي شرکت سره لاسلیک کړ.
-
د کورنیو چارو وزارت ویاند:
د پاکستان د پوځ هغه ادعا په کلکه ردوو چې په بلوچستان کې د مسافر وړونکي اورګاډي بریدګر له افغانستان سره تړاو لري
کابل – ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د پاکستان د پوځ د ویاند هغه ادعا په کلکه رد کړه، چې ګواکې د دغه هېواد په بلوچستان ایالت کې د اورګاډي د مسافرو د یرغمل کولو اصلي طراح په افغانستان کې دی.
-
په افغانستان کې به د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې اداره فعالیتونه ودرول شي
کابل- ایرنا- د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې (Save the Children) وویل په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو د ملاتړ پروګرام په نورو ۳۰ ورځو کې وځنډول شي.
-
د اسلامي انقلاب ستر رهبر:
د خبرو اترو لپاره د امریکایی ولسمشر بلنه د نړۍ عامه افکارو ته فریب ورکول دي/ د اوسني امریکایی حکومت سره خبرې اترې به د بندیزونو لرې کولو لامل نشي
کابل – ایرنا- د ایران د اسلامي انقلاب ستر رهبر وویل: د امریکا د ولسمشر دا خبره چې له ایران سره خبرو ته چمتو یو او د خبرو اترو غوښتنه یې وکړه، د نړۍ د عامه افکارو د فریب لپاره ده.
-
فطرت: د ملګرو ملتونو په غونډو کې ځینې کړۍ د افغانستان پر وړاندې خپل عقدې پالي
کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال وویل: د ملګرو ملتونو په غونډو کې ځینې کړۍ د افغانستان پر وړاندې د خپل عقدې پالي.
-
په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان – ایران مسافر وړونکي اورګاډي پیل شي
کابل- ایرنا- د ایران د لاره او ښار جوړونې وزارت مرستیال اعلان وکړ چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان-ایران مسافر وړونکي اودګاډي پیل او د خواف- هرات د اورګاډي له لارې اروپا ته ترانزیت ورکړي.
-
د پاکستان پر پوله یو شمېر افغان اتباع ووژل شو
کابل – ایرنا- د افغانستان او پاکستان پر پوله د پاکستاني سرحدي ځواکونو په ډزو کې یو شمېر افغانان وژل شوي دي.
-
په تورخم کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونې غونډه لغوه شوه
کابل – ایرنا- د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د چارواکو تر منځ هغه غونډه چې ټاکل شوې وه په تورخم کې ترسره شي، د لغوه خبر اعلان کړه.
-
ایراني پانګوال د افغانستان د انرژۍ د تولید په پروژو کې پانګونه کوي
کابل – ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژي په پروژو کې د ایراني پانګوالو د پانګوني لېوالتیا اعلام وکړ.