-
عراقچي: د دریو اروپايي هیوادونو ستراتیژیکه تېروتنه به ایران قاطع غبرګون ته اړ کړي
کابل-ایرنا- د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د دغو دریو هیوادونو یوه بله لویه ستراتیژیکه تېروتنه به ایران دې ته اړ کړي چې قاطع غبرګون وښيي او څرګنده یې کړه: د دې وضعیت بشپړ او مطلق مسؤلیت به د هغو بدخواه لوبغاړو پر غاړه وي چې پخپله یې د خپل اعتبار د له منځه وړلو لامل شوي دي.
-
-
-
غریب آبادي: ایران د آژانس پرېکړه لیک له تصویب سمدستي وروسته تخنیکي اقدامات پلي کوي
کابل- ایرنا- د بهرنیو چارو وزارت حقوقي مرستیال څرګنده کړه: ایران د خپلو اټومي فعالیتونو پر ضد د حکامو شورا د پریکړه لیک د تصویب په غبرګون کې لازم تدبیرونه نیولي دي او له دغه ډول پریکړه لیک له تصویب سمدستي وروسته به دا اقدامات په تخنیکي برخه کې پلي شي.
-
د پارلمان د غړو سره په کتنه کې د ایران د انقلاب معظم رهبر؛
د اسلامي شورا مجلس پر بې ساري شأن او مقام ټینګار/ استازي باید دغه دروند مقام وساتي
کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر وویل: د نړۍ د مجلسونو په منځ کې د اسلامي شورا مجلس او د ایران د ملت د غوره شویو استازو مقام بې ساری دی او د همدغو امتیازونو له امله دی چې امام(رح) مجلس د ملت د فضائلو زبده باله.
-
-
د صهیونیسټي رژیم د اسنادو د انتقال په اړه د ایران د اطلاعاتو وزارت اعلامیه
کابل- ایرنا- د ایران د اطلاعاتو وزارت د صهیونیسټي رژیم څخه د ترلاسه شویو اسنادو په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي: د دغو اسنادو یوه لویه برخه د ایران د ځواکمنو وسله والو ځواکونو د استفادې وړ ده او ځینې برخې یې له دوستو هیوادونو سره د تبادلې یا صهیونیسټ ضد سازمانونو ته د وړاندې کولو وړ دي.
-
ستر جنرال سلامي: د اطلاعاتو وزارت په ستراتیژیک اقدام سره، د موساد افسانه ړنګه شوه
کابل- ایرنا- د ایران سپاه پاسداران عمومي قوماندان ستر جنرال سلامي د یوې اعلامیې په خپرولو سره، صهیونیستي رژیم ته د ایران د اطلاعاتو وزارت حیاتي ګوزار او یادو اسنادو په ډېر خوندي ډول ایران ته د لېږدولو له امله مبارکي ورکړه او ویې ویل: دا اقدام د «فَاَتاهُمُ اللهُ مِن حَیثُ لَم یَحتَسِبوا؛ له هغه ځایه چې فکر یې نه کاوه، خدای تعالی پرې ګوزار وکړ» د مبارک آیت ښکاره بېلګه ده او د صهیونیستي رژیم په ژورو او پټو برخو کې د ایران استخباراتي نفوذ ښيي.
-
د ایران د ملي امنیت عالي شورا د دارالانشا مهمه اعلامیه:
د صهیونیستانو هدفونو بانک د وسله والو ځواکونو پر میز دی/ د برید په صورت کې به د رژیم پټ اټومي تاسیسات په نښه شي
کابل – ایرنا – د ایران د ملي امنیت د عالي شورا دارالانشا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د صهیونیستانو د هدفونو بانک د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو پر میز دی او د هر ډول برید په صورت کې به د صهیونیستي رژیم پټ اټومي تاسیسات په نښه شي.
-
د مادلین بېړۍ د غړو تښتولو په اړه د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت بې شرمانه اعلامیه
کابل- ایرنا- په نړیوالو اوبو کې د بېړۍ تر تښتولو وروسته، د اسراییلو بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ: پر مادلین/آزادي بېړۍ سپاره سوله خوښي، فعالین به خپلو هېوادونو ته وشړل شي.
-
-
-
د ایران د استخباراتو وزیر:
د صهیونیسټي رژیم د استخباراتي، عملیاتي او ستراتیژیکي زېرمې ته مو لاسرسی وموند/ د اسنادو د لېږد طریقه به خوندي وساتل شي
کابل- ایرنا- د ایران د استخباراتو وزیر د صهیونیسټي رژیم څخه د ترلاسه شویو معلوماتو په اړه په خبرو کې دا معلومات د استخباراتي، عملیاتي او ستراتیژیکي زېرمې په توګه توصیف کړل چې د یوې پراخې، هر اړخیزې او پیچلې عملیاتو په پایله کې لاس ته راغلي دي.
-
-
د ایران له لوري په نړیوال کار سازمان کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب کلک ملاتړ اعلان وکړ
کابل- ایرنا- د ایران اسلامي جمهوریت د کار په نړیوال سازمان (ILO) کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب څخه پرېکنده ملاتړ اعلان کړ.
-
د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر: د ایران انقلاب د لویدیځ نړۍ حیران کړه / دښمن هیڅ غلطی نشی کولای.
کابل- ایرنا- د ایران اسلامي انقلاب ستر مذهبي مشر په دې ټینګار سره چې د ایران اسلامي انقلاب لویدیځه نړۍ حیرانه کړه، وویل چې د ایران سیاسي نظام د خدای په فضل له یو لوی انقلاب څخه رامنځته شوی او بشپړ وده، ثبات او اقتدار لري.
-
د نړۍ ترټولو لویه جنازه
کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر او پخواني مشر امام خمیني(رح) له وفات وروسته، د هغه د خاورو چارو لپاره په بشریت کې ترټولو لویه د جنازي مراسم ترسره شوه.
-
-
د فراه والي: خراسان جنوبي ته سفر د دوه اړخیزو همکاریو په برخه کې، د ګټی ډک، با ارزښته او اغېزناک و.
هرات- ایرنا- د فراه ولایت والي د ایران خراسان جنوبي ولایت ته د دوه ورځني سفر په پای کې وویل: دا سفر د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې د ګټي ډک، با ارزښته او اغېزناک و.
-
ایران د نړۍ د ځیګر د پیوند په برخه کې لومړی مقام ترلاسه کړ
کابل - ایرنا - د ایرانیانو د اعضاؤ د ورکولو د ټولنې د بورډ مرستیال وویل: د اعضاؤ ورکول له ۲۵ کلونو راهیسې ۷۰ چنده زیاتوالی موندلی او اوس مهال ایران د ځیګر د پیوند په برخه کې د نړۍ لومړی مقام لري او د دې پیوند د امپراتورۍ په توګه مشهور دی.
-
د ایران د اټومي پروګرام په اړه بې بنسټه ادعاوې، د تهران پر ضد د فضا جوړولو پلمه ده
کابل- ایرنا- د ایران د بهرنیو چارو وزارت او اټومي انرژۍ سازمان د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د عمومي مدیر د راپور په اړه په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د بې بنسټه ادعايي موضوعاتو تکرار، چې د دغو ادعاوو د اعتبار لامل نشي کېدای، له دې سره د زیاتې اندېښنې څرګندول، یوازې د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د سیاسي فضا جوړولو پلمه ده.
-
د خراسان جنوبي ولايت والي:
د فراه ولایت د خراسان جنوبي لپاره یوه ستراتیژیکه موقع ده/ د ماهیرود پوله د دواړو هېوادونو د اقتصاد د ملا تیر دی
کابل- ایرنا- د ایران اسلامي جمهوریت د خراسان جنوبي ولایت والي د فراه ولایت له والي سره په کتنه کې وویل: د فراه ولایت د خراسان جنوبي لپاره یوه ستراتیژیکه موقع ده.
-
د فراه ولايت والي د فراه او د خراسان جنوبي ولايتونو ترمنځ د اقتصادي همکاريو پر زياتوالي ټينګار وکړ
هرات- ایرنا- د فراه والي د ایران خراسان جنوبي ولایت ته په خپل دوه ورځني سفر کې، د دغو دوو هېوادونو د ولایتونو ترمنځ پر اقتصادي همکاریو پر زياتوالي ټینګار وکړ.
-
د فراه ولایت د والي سفر ایران ته؛
هاشمي: افغانستان د جنوبي خراسان لپاره نورو هېوادونو بازار ته د لاسرسي دروازه کېدای شي
کابل-ایرنا- د ایران اسلامي جمهوریت د جنوبي خراسان ولایت والي د فراه ولایت د والي د سفر په اړه وویل: افغانستان کولای شي د جنوبي خراسان لپاره نورو هېوادونو بازار ته د لاسرسي دروازه وي.
-
شهباز شریف:
پاکستان له ایران سره د ستراتیژیکو همکاریو د پیاوړتیا ژمنه کوي / موږ د اسلامي امت په منځ کې د ایران مقام ته لوړ ارزښت ورکوو
کابل- ایرنا- د پاکستان لومړي وزیر د ایران له مذهبي مشر او ولسمشر سره له لیدنو وروسته وویل: موږ د اسلامي امت په منځ کې د ایران مهم مقام ته لوړ ارزښت ورکوو او د سیمه ایزې سولې او امنیت لپاره له ایران سره د ستراتیژیکو همکاریو د پیاوړتیا ژمنه کوو.
-
اسماعیل بقایي: ایران به له افغانستان سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي
کابل - ایرنا - د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: ایران به له افغانستان سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي.
-
که د ماشه میکانیزم فعال شي، د ایران غبرګون به سخت وي
تهران - ایرنا- د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ د کمېسیون ویاند وویل: د بهرنیو چارو وزیر په وینا، که د ماشه میکانیزم فعال شي، د اسلامي جمهوریت غبرګون به سخت وي.
-
د ایران د خراسان رضوي والي:
د افغانستان سره د اورګاډي کرښې نښلول د ختیځ ایران د اقتصادي پرمختګ او ترانزیت لومړیتوب دی
کابل - ایرنا - د خراسان رضوي ولایت والي وویل: د ایران په ختیځ کې د اورګاډي د ترانسپورتي زېربناوو پراختیا، په ځانګړې توګه له افغانستان سره د اورګاډي د کرښې نښلول، د صادراتو په چټکتیا، د کانونو د ګټورتوب په زیاتوالي او د سیمه ییزو اقتصادي تعاملاتو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي.
-
د عمان د بهرنیو چارو وزیر: د ایران او امریکا ترمنځ پنځم پړاو خبرې به سبا وشي
کابل- ایرنا- د عمان د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو پنځم پړاو به سبا ترسره شي.
-
عراقچي: په ایران کې بډایه کول یو اساسي موضوع ده/ اروپا باید د «اسنپ بک» د کارولو پایلې دي ومني
کابل - ایرنا - د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې په ایران کې بډایه کول یوه اساسي او بنسټیزه موضوع او د ایراني ساینس پوهانو یوه لویه علمي لاسته راوړنه ده. هغه زیاته کړه: ایران ته د ' اسنپ بک ' میکانیزم په کارولو ګواښ هېڅ قانوني او سیاسي اړخ نلري، او دا یو غلط اقدام دی، چې اروپا باید د هغې پایلې ومني.