د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، «اسماعیل بقائي»، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د تهران د نړیوال نندارتون څخه د لیدنې پر مهال د اسلامي جمهوریت خبري اژانس په غرفه کې حاضر شو.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایرنا د بهرنۍ پالیسۍ خبریال پوښتنې ته په ځواب کې، د ایران او امریکا د مذاکراتو د پروسې او د هغې په اړه د ادعاوو او اټکلونو په هکله وویل: پخپله دا چې مذاکرات ترسره شول او دواړو خواوو د کار پر دوام ټینګار وکړ، دا په ډاګه کوي چې مذاکراتي پروسه به دوام وکړي.
بقائي د پنځم پړاو مذاکراتو د وخت او ځای په اړه هم وویل: د عمان د بهرنیو چارو وزارت د دې مذاکراتو د منځګړي او تسهیل کوونکي په توګه، له موږ او امریکايي لوري سره په تعامل کې، د راتلونکي پړاو وخت او ځای به اعلان کړي او موږ په مشوره بوخت یو ترڅو مشخص شي چې دواړه خواوې بالاخره کوم وخت مناسب بولي.
نوموړي د مذاکراتو په پروسه کې د بندون په اړه د ځینو ادعاوو په هکله هم وویل چې داسې لوړې ژورې په هره مذاکراتي پروسه کې شتون لرلای شي، په ځانګړې توګه په داسې حساس مذاکراتو کې د دوو خواوو ترمنځ چې د یو بل په وړاندې د اوږدې بې باورۍ سابقه لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه: موږ د ایران په توګه په بشپړ ډول حق لرو، د امریکا د تیرې بدعهدۍ سوابقو ته په پام سره، د هغوی په خبرو او عمل کې د تناقضونو په پام سره چې موږ یې وینو، په فوقالعاده ډېر بدبینۍ او احتیاط سره ګام واخلو. خو له دې امله چې موږ په خپل حق باندې په بشپړ ډول باور لرو او پوهېږو چې هغه څه چې موږ یې لټوو، د نړیوالو قوانینو پر بنسټ، د ایران ملت د ارادې پر بنسټ او اټومي مسلې ته زموږ د منطقي لید پر بنسټ دي، له دې امله په قوت سره دا لاره پرمخ وړو او خپل فعالیتونه د مقابل لوري له حرکتونو سره متناسب او زموږ د اصولي مواضعو په چوکاټ کې تنظیموو.
د خبر پایله.