د ایرنا خبري آژانس د کابل خبریال په وینا؛ د افغانستان د سرپرست حکومت ارګ د دوشنبې په شپه د غويي په ۲۲مه، په یوه خبرپاڼه کې په کابل کې د یو شمېر شیعه عالمانو او مخورو سره د افغانستان د سرپرست حکومت د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د لیدنې خبر ورکړ.
د ارګ په راپور کې راغلي دي چې عالمانو او مخورو په دې لیدنه کې په هېواد کې د سرپرست حکومت د واکمنۍ لاندې د مسوولینو هڅو او قربانیو او د پرمختیايي کارونو په اړه وویل، چې دغو صادقانه هڅو د افغانستان خلکو ته ډېرې هیلې ورکړې دي.
دوی هیله څرګنده کړه چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پرمختیايي پروژو په پلي کېدو سره به خلکو ته د کار زمینه برابره شي او بهرنیو هېوادونو ته د ځوانانو د کډوالۍ مخه به ونیول شي.
په دې لیدنه کې هغوی یو شمېر ستونزې او ټولنیزې مسایل هم یاد کړل او د اسلامي امارت له مسوولینو یې په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
مولوي عبدالسلام حنفي وویل: اسلامي امارت د افغانستان ملت ته په خدمت کولو ژمن دی او د شیعه ګانو د هوساینې او ستونزو د حل لپاره به له هېڅ هڅو ډډه ونه کړي.
هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت مسوولین به د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره هڅه وکړي چې د هېواد په ټولو سیمو کې په عادلانه توګه پرمختیايي پروګرامونه پلي شي او د افغانستان ملت ترې ګټه پورته کړي او هېواد د پرمختګ په لور روان شي.
د خبر پایله.