کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ د سرحدي تړون د لاسلیک هرکلی وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: د افغانستان اسلامي امارت د تاجکستان او قرغز جمهوریتونو تر منځ د پولې د ترسيم تړون د لاسلیک هرکلی کوي او د دواړو وروڼو هېوادونو تر منځ د تفاهم له لارې د دغه اوږدمهالي اختلاف هواری د سیمې د ثبات، اقتصادي ودې او د متقابل باور پیاوړتیا په لور یو مثبت ګام ګڼي.

 خبرپاڼه زیاتوي: د افغانستان اسلامي امارت د سولې، تفاهم او د سیمه ییزو همکاریو له پراخولو ملاتړ کوي او باور لري چې دغه هوکړه لیک به په منځنۍ اسیا کې د تلپاتې سولې او همکارۍ نوی فصل پرانیزي.

 د ايرنا د خبر له مخې، د تاجکستان او قرغیزستان د دولتونو مشرانو د دواړو هېوادونو تر منځ له دوه کلنو خبرو اترو وروسته د تېرې پنجشنبې په ورځ د ګډو پولو د ترسیم موافقه لاسليک کړه.

 د پیغام پای/