د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د لبنان د حزب الله عمومی منشی شیخ نعیم قاسم د بیروت په کمیل لوبغالی کی د شهیدانو سید حسن نصرالله او سید هاشم صفی الدین د تشییع په مراسمو وینا کې وویل: زه تاسو ته د خپل ورور او محبوب سید حسن نصرالله په نوم خبرې کوم. سلام دې وي پر تا ډېر وفادار، سپېڅلى او معزز ولس چې زموږ وياړ مو لوړ کړ، خپله ژمنه مو پوره کړه.
هغه زیاته کړه: نن موږ یو تاریخي، استثنايي، ملي، عربي او اسلامي رهبر ته چې د نړۍ د ازادۍ د غوښتونکو سمبول او قبله ګڼل کیږي، د خدای پاماني کوو. هغه د مجاهدینو، ولس، مظلومو، مستضعفانو او په ځانګړې توګه د فلسطین د ملت محبوب و.
شیخ قاسم د سید حسن نصرالله د جهاد ریکارډ ته په اشارې سره وویل: هغه په ۱۹۸۹ کال کې د حزب الله د اجراییه شورا رییس شو او له ۱۹۹۲ څخه تر شهادت پورې د دغه حطب عمومی منشی و. دې سپېڅلي سيد امت ته د مقاومت او مقاومت ته د امت ډالۍ ورکړه.
هغه د شهید نصرالله د شخصیت په بیانولو کې وویل: دغه ستر انسان په اسلام او ولایت کې ډوب شو. هغه صادق، وفادار، مهربان، بخښونکی، عاجز، ثابت قدم، زړور، هوښیار او غوره ستراتیژیست وو.
د پیغام پای/