په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د انګلستان او ویلز کرکټ بورډ ته د شاوخوا ٢٠٠ برتانوي سیاستوالو له لیک وروسته چې د افغانستان او انګلستان د کریکټ ملي ټیم لوبې د بندیز غوښتنه وکړه، د کرکټ نړیوالې شورا د جمعې په ورځ د مرغومی په ٢١مه توګه اعلان وکړ چې دوی دې غوښتنو ته مثبت ځواب نه ورکوي.
د کریکټ د نړیوالې شورا ویاند ویلي: د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې نارینه لوبغاړي باید د ښځو پر وړاندې د پلي شویو سیاستونو له امله مجازات نه شي، ځکه چې دوی د سرپرست حکومت مواضع نشي کنټرولولی.
د انګلستان د کلتور وزیر لیزا ناندي هم د کرکټ د نړیوالې شورا د پریکړې ملاتړ وکړ او ویې ویل: د انګلستان د نارینه وو د کرکټ ملي لوبډله باید د چمپینز جام په سیالیو کې د افغانستان په وړاندې لوبه وکړي.
له بلې خوا د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د هېواد د کریکټ د ملي ټیم د بایکاټ د هڅو په غبرګون کې وویل: د کریکټ ملي ټیم او د ګران هېواد ټولو ویاړلو لوبغاړو د سپورت په ډګر کې د خپلو افتخاراتو په ذریعه د افغانستان نوم او ملي بیرغ ځلانده ساتلی.
هغه زیاته کړه: د افغانستان خلک تل د خپلو ورزشکارانو ملاتړ او تشویق کړی او هیله لري چې دوی د خپل زیار او استعداد پر مټ لاډیرې کامیابۍ گران هېواد ته ور په برخه کړي.
د پیغام پای/