په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي؛ د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پنجشنبه د مرغومی په ۲۰مه وویل: اسلامي امارت د هغو افغانانو ته د تاوان غوښتنه کوي چې د اشغال پر مهال له ظلمونو او جنایتونو سره مخ شوي دي.
مجاهد په افغانستان کې د برتانوي پوځیانو د جنګي جنایتونو په اړه د نوې څیړنې په غبرګون کې زیاته کړه: په افغانستان کې د اشغالګرو هیوادونو جنګي جنایتونه پلان شوي وو. هغه وویل: اسلامي امارت به په مناسب وخت کې له اشغالګرو هیوادونو څخه د افغانانو د ضایع شوي حق به وغواړي.
د ایرنا په وینا، ناټو په سر يې امریکا، په افغانستان کې د خپل شل کلن اشغال په ترڅ کې پر افغانانو بې شمېره ظلمونه وکړل.
د پیغام پای/