مزارشریف- ایرنا- د کندز ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اعلان کړی چې څه باندې درې زره ماشومان له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

په مزارشریف کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د کندوز ولايت د کار او ټولنيزو چارو رييس نن پنجشنبه د مرغومی په ٢٠مه وويل: په نوي هجري لمريز کال کې څه باندې درې زره هغه ماشومان چې عمرونه يې له ١٦ کلونو کم دي، د بېلابېلو هېوادونو څخه ډیپورټ شويوو، خپلو کورنيو ته وسپارل شول.

د کندوز ولايت د کار او ټولنيزو چارو د رييس په وينا، دغه ماشومان د قاچاقبرانو له خوا بېلابېلو هېوادونو ته وړل شوي وو چي له دغو هیوادونو له خوا ډیپورټ شول.

 د پیغام پای/