په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر نن چهارشنبه د مرغومی په ۱۹ مه په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت له نوی سرپرست علیرضا بیکدلی سره وکتل.
د بیګدلي د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا او اقتصادي همکاریو په زیاتوالي ټینګار وکړ او ویې ویل، د چابهار بندر فعالول او پرانیستل به یې د هڅو په سر کې وي.
هغه د ایران او افغانستان ترمنځ د همکاریو تفاهم لیکونوته په اشارې زیاته کړه، له افغانستان سره د همکاریو د پراختیا غوښتونکي دي.
د ایران د سفارت سرپرست د حکومت سیاسي مرستیال ته بلنه ورکړه چې ایران ته سفر وکړي.
مولوي عبدالکبیر وویل اسلامي امارت له ایران سره د اقتصادي او سیاسي همکاریو د پراختیا غوښتونکی دی او وې ویل، ایراني پانګوال او سوداګر دې په افغانستان کې پانګونې وکړي.
هغه تاکید وکړ سلامي امارت اجازه نه ورکوي چې له هېوادونو سره اړیکي یې د نورو له لوري تر تاثیر لاندې شي، بلکې افغانستان د سیمه ییز ثبات او اقتصادي پیاوړتیا په هڅه کې دی.
مولوي عبدالکبیر د افغان کډوالو د کوربتوب له امله له ایران څخه د مننې ترڅنګ وویل، افغان کډوالو ته دې لازمې اسانتیاوې برابرې شي. له هغوی سره دې نرمي وشي او د افغان کدوالو له اجباري ایستلو دې ډډه وشي.
د سرپرست حکومت د سیاسي مرستیال په وینا په افغانستان کې داسې عوامل نشته چې د ایران او افغانستان اړیکې خرابې کړي.
هغه زياته کړه: دا مهال په افغانستان کې د نشه یي توکو کښت او قاچاق پایته رسېدلی او د ایران او افغانستان تر منځ د حقابې مسئله په تفاهم سره حل شوې ده. په دې برخه کې غیرمسؤولانه څرګندونې د دواړو هېوادونو په اړیکو منفي اغېز کولای شي.
د پیغام پای/