په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د هرات والي شیخ مولانا اسلامجار نن چهارشنبه د مرغومی د میاشتې په ۱۹ مه د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال محمد فتح علي او په هرات کې د دغه هیواد له قونسل علي رضا مرحمتي سره وکتل.
دواړو خواوو په اقتصادي او ترانزیتي برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې. د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت مرستيال د صنعت په برخه کې د هرات د سيمه ييزې ادارې د اقتصادي پروګرامونو هرکلى وکړ.
د هرات والي شیخ مولانا اسلامجار هرات ته د ایران د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر د سفر د هرکلي په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراخېدو هرکلی وکړ. همداراز دواړو لورو د ترانزیتي همکاریو پر اړتیا او د خواف – هرات د ریل پټلۍ د لا ښه فعالیت پر اړتیا ټینګار وکړ.
د ایرنا د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت او د اسلامی جمهوریت ترمینځ اړیکې په مختلفو ابعادو د زیاتیدو په حال کې دی.
د پیغام پای/