کابل- ایرنا- د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي د راتلونکي کال په پسرلي کې د افغانستان او روسیې د ګډې کاري ډلې د جوړولو اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف نن چهارشنبه د مرغومی په ۱۹مه وویل په داسې حال کې چې طالبان لا په رسمیت نه دي پیژندل شوي، دغه ګډه کاري ډله د اقتصادي همکاریو د بین الحکومتي کمیسیون ځای نیسي.

هغه څرګنده کړه: په راتلونکي پسرلي کې به د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په برخه کې دوه اړخیزه کاري ډله جوړه شي چې د رژیم د نه پیژندلو په حالت کې به د اقتصادي، سوداګریزو او نورو همکاریو بین الحکومتي کمیسیون ځای پر ځای کړي.

 د ایرنا په وینا، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې وروستیو کې یو قانون لاسلیک کړ چې له مخې یې په هېواد کې د ترهګرو سازمانونو د موقتي تعلیق اجازه ورکړل شوې ده.

د پیغام پای/