په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو نن دوشنبه د مرغومی په ۱۷ مه په یوه خبرپاڼه کې وویل د دغه وزارت د پایدارې انرژي عمومي رئيس مولوي عبدالرحمن رحماني د الراجي شرکتونو ګروپ له مسؤلینو سره وکتل.
دواړو خواوو له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید په پروژو کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې. د پایدارې انرژي عمومي رییس د انرژي په پروژو کې د هغوی د پانګونې د لېوالتیا هر کلی وکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د وزارت له تخنیکي مسؤلینو سره د پروژو د ټاکلو په هکله همغږي وکړي.
د الراجي ګروپ شرکتونو مسؤلینو افغانستان ته په راتګ خوښي څرګنده او ژمنه یې وکړه، چې ژر تر ژره به خپل مالي او تخنیکي پروپوزلونه د وزارت اړوند مسؤلینو ته وسپاري.
د پیغام پای/