کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، عامې روغتیا او د احصایې او اطلاعاتو له وزارتونو سره د افغان کارګرانو د استولو په اړه د هماهنګي غونډه اعلان کړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکو نن شنبه د مرغومی په ۱۵مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست وزیر ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ، بهر ته د افغان کاریګرو د لېږد او همدارنګه هلته شته کاریګرو افغانانو ته د نورو لازمو کاري آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د همغږۍ ناسته وشوه.

 په ناسته کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، مولوي امیرخان متقي، د احصایې او معلوماتي ملي ادارې رئیس عبدالقاهر حاجي ادریس، د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري او د عامې روغتیا وزارت مرستیال مولوي حمدالله زاهد ګډون درلود.

 په ناسته کې پرېکړه وشوه، چې بهر ته په قانوني ډول د افغان کاریګرو د لیږد بهیر د ګړندي کولو، هلته د میشتو افغان کاریګرو د اسنادو د تحلیل او غوره تنظیم او کاروبار کې د نورو لازمو آسانتیاوو د رامنځته کولو او هغوی له خپلو حقوقو څخه د خبرولو لپاره یو پنځه اړخیزه هوکړه‌لیک ترتیب شي، ترڅو د هغې مطابق هر اداره په دې تړاو خپل مکلفیتونه په ښه توګه اداء کړي.

 خبرپاڼه زیاتوي: یاده پنځه اړخیزه ناسته د سرپرست حکومت رهبر د حکم په اساس تنظیم شوې ده، ترڅو بهر ته د افغان ماهرو کاریګرو د قانوني لېږد لپاره، د حرفو تثبیت، روغتیا، پېژندپاڼو او نورو اسنادو په ترتیب کې هره اداره د خپل مسؤلیت مطابق فعالیت تر سره کړي.

 د پیغام پای/