کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزارت پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بریدونه بزدلانه بللي او خبرداری یې ورکړی چې دغه برید به بې ځوابه پرې نه ږدي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي نن چهارشنبه د مرغومی په ۵مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: تېر ماښام د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو له خوا بمبار شوی دی چي په نتيجه کې ملکي وګړي چې زیاتره یې د وزیرستان کډوال دي په نښه شوي او یو شمیر ماشومان او نور ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

خوارزمي زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت دغه وحشیانه عمل د ټولو نړیوالو اصولو خلاف عمل بولي او په کلکه یې غندي. د افغانستان د دفاع وزارت خبرپاڼه زیاتوي: پاکستاني لوري باید پوه شي چې دا ډول تیري کوونکي اقدامات د کومې ستونزې د حل لاره نه ده.

 د ملي دفاع وزارت خبرداری ورکړی، چې اسلامي امارت به دا بزدلانه عمل بې ځوابه پرې نه ږدي، بلکې د خپلې خاورې او هویت دفاع یې خپل نه منونکی حق ګڼي.

 د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان په خاوره کې د پاکستان له خاورې دغه حملې په داسې حال کې کیږی چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان پرون د دواړو هیوادونو د اړیکو د ټینګولو له پیغام سره کابل ته راغی او د کورنیو چارو، د صنعت او سوداګرۍ او بهرنیو چارو له سرپرست وزیرانو سره یې وکتل.

د پیغام پای/