په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د نیمروز والي محمد قاسم خالد نن چهارشنبه د مرغومی په ۵ مه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني او د سرحدونو، اقوام او قبایلو چارو له مرستیال مولوي احمد علي جان احمد سره وکتل.
خالد د مخابراتو وزارت له سرپرست څخه وغوښتل، چې د نیمروز ولایت په لرو پرتو سیمو او لویو لارو کې دې مخابراتي شبکې فعالې کړي، ترڅو خلک ته ښه مخابراتي خدمات وړاندې شي.
دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر وویل: د مخابراتي ستونزو د حل په موخه یې نیمروز ولایت ته سفر کړی او د مخابراتي ستونزو د حل په موخه یې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې اوه نوي سایټونه ډیزاین کړي چې ډېر ژر به فعال شي.
حقاني وايي، د مخابراتو وزارت د نیمروز د والي د غوښتنې له مخې څلور نور سایټونه منظور کړي او ډېر ژر به د نیمروز ولایت په بېلابېلو سیمو کې ټول ۱۱ نوي سایټونه فعال شي.
د ایرنا د راپور له مخې، له تېرو دریو کلونو مخکې په افغانستان کې ۲۱ میلیونه سیم کارتونه فعال وو او په تېرو درېیو کلونو کې ۱۳ میلیونه سیم کارتونه وېشل شوی او فعال شوی دی.
د پیغام پای/