په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د کابل ښاروالۍ چارواکو سهشنبه د مرغومی په ۴مه اعلان وکړ چې په کابل کې د امریکا سفارت دیوال چې د ښاریانو او عامه وسایطو د تګ راتګ پر وړاندې خنډ بلل کېده، د ښاري چاپېریال د ښه والي او د مسعود څلور لارې د اوسېدونکو د هوساینې په موخه، ویجاړ شوی دی.
د کابل ښاروالۍ مسوولینو زیاته کړه، چې دغه اقدام د خلکو د پرله پسې غوښتنو په پایله او د دې ډیپلوماټیکې سیمې د ښکلا په موخه ترسره شوي ده او د لا زیاتې خلاصې او خوندورې فضا د رامنځته کولو په لور یو مثبت ګام ګڼل کیږي.
د ښاروالۍ مسوولینو وویل، چې دا اقدام د کابل ښار د بیارغونې او پراختیا لپاره د پراخو پلانونو یوه برخه ده او هیله لرو چې دغه بدلونونه به په دې برخه کې د ژوند کیفیت ښه کړي.
د ایرنا د خبر له مخې، د کابل ښاروالۍ له دې مخکې د ښاري نظم د ښه والي په موخه لسګونه څلورلارو ویجاړ کړي دي.
د پیغام پای/