په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د هرات ولايت د ګذرې ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ دوشنبه د مرغومی په ۳مه، په يوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د يادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې پنځه تنه د غلا په تور نيولي دي.
له دغو کسانو څخه يو ميل تمانچه او څلور غلا شوي موټرسايکلونه هم ترلاسه شوي چې اوس د امنيتي ځواکونو تر څارنې لاندې دي.
خبرځاى زياته کړه: نيول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړى او دوسيې به يې له بشپړيدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته واستول شي.
د پیغام پای/