په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ له روسي پلاوي سره د شریکو شوو اقتصادي موضوعاتو د تعقیب په موخه له سکټوري وزارتونو سره ځانګړې غونډه د لیندۍ په ٢٥مه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ، کانونو او پټرولیم، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، ټولګټو، کور او ښار جوړولو، ترانسپورټ او هوايي چلند، او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د ټولګټو وزارت اړوند د اوسپنې پټلۍ معینیت او د دولتي شرکتونو لوی ریاست استازي ګډون کړی و.
شرکتونو ته دنده وسپارل شوه چې د وزارت او ادارې اړوند لویې او مهمې اقتصادي پروژې د اقتصادي مرستیال سره د مفصل معلوماتو تر څنګ د دوی د کاري ساحې په اړه شریکې کړي.
په دغه ناست کې دوی ته دندې وسپارل شوې، څو هر وزارت او اداره د خپلې کاري ساحې اړوند د هېواد په کچه لویې او مهمې اقتصادي پروژې په نښه او له ټولو تفصیلي معلوماتو سره یوځای یې د ریاستالوزراء له اقتصادي معاونیت سره شریکې کړي.
یاد روسي پلاوي هغه مهال د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال سره د لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیټ کچې پر زیاتېدو خبرې وکړې او ټینګار وشو، چې دواړه لوري به په دغه برخه کې ګډ کار کوي.
همدا راز په دغه غونډه کې د هغو مهمو اقتصادي برخو په اړه هم بحث وشو چې روسي شرکتونو په کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده او له هراړخیز بحث وروسته د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو له یادو روسي شرکتونو سره د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه انلاین مجلس ترسره کړي.
د پیغام پای/