کابل- ایرنا- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) اعلان وکړ چې د افغانستان په اړه به په څو ساعتونو کې د دغه سازمان د امنیت شورا غونډه پیل شي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما پنجشنبه د لیندۍ ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د یوناما مشره مېرمن روزا اوتنبایوا به نن د افغانستان د وضعیت په اړه خپل درې میاشتنی راپور د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي. خبرځاى زياته کړه: دغه غونډه د کابل په وخت په ٠٧:٣٠ او د نيويارک په وخت د سهار په ١٠:٠٠ بجو پيليږي.

د پیغام پای/