کابل – ایرنا – د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) په افغانستان کې د اړمنو کسانو د رسیدنه لپاره له ۳ میلیاردو ډالرو څخه د زیاتو مرستو اړتیا اعلان کړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) سه شنبه د لیندۍ ۲۰ مه په خپله «ایکس» پاڼه کې یوه خبرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي: د روان کال له پیله تر سپټمبر میاشتې پورې په افغانستان کې څه باندې ۹۵۹ میلیونه ډالره مرستې ترلاسه کړي ده، مګر دا دفتر د ٣.٠٦ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.

 خبرځاى زياته کړه: په افغانستان کې تراوسه ٢٣،٧ ميليونه خلک بشري مرستو ته اړتيا لري

په خبرپاڼه کې راغلي چې اوچا د خپلو همکارانو په همکارۍ په تېرو ۹ میاشتو کې له ۱۵،۳ میلیونو اړمنو افغانانو سره مرستې کړې دي.

د پیغام پای/