هرات – ایرنا – د ملګرو ملتونو د نفوسو د ادارې د لوېدیځ زون مشر په هرات او سرحدي سیمو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د ښه والي او د روغتونونو لپاره د ګرمایشي د اسانتیاوو د برابرولو اعلان وکړ.

په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د ملګرو ملتونو د لویدیځ زون رئیس «بیار امګل کارا باویوا»، د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار سره لیدنه وکړه.

 په دې کتنه کې کرا باویوا د دې سازمان  پروګرامونه د شیخ مولانا اسلام‌جار سره شریک کړه او د غوره روغتیایي خدماتو وړاندې کولو، د ښار او سرحدي سیمو کې د کلینیکونو لپاره د ګرمایشي امکاناتو برابرولو ډاډ ورکړ.

همدا راز د هرات والي مولانا اسلام‌جار د هرات خلکو ته د ملګرو ملتونو لخوا د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو هرکلی وکړ او همداراز د غور ولایت په لیرو پرتو ولسوالیو او محرومو سیمو کې چې اوسېدونکي پکي روغتیایي خدماتو ته  لاسرسي نلري ورته د روغتیایي خدماتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.

د پیغام پای/