په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصادي معاونیت د رسنیو دفتر نن سه شنبه د لیندۍ ۱۷ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک له خوا خپرې شوې موندنې له حقیقته لرې دي او موږ یې ردوو.
خبرځاى زياته کړه: سره له دې چې په نشر شوي راپور کې د کورني ناخالص تولید و دې، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانی ارزښت او صادراتو کچی ثابت پاتې کېدو، د کورنيو عوایدو د ټاکل شوي هدف ترلاسه کېدو، د خوراکي توکو بیو ټیټېدو او د کورني صنعت او بانکي سکتور کې شوي پرمختگ ته اشاره شوې ده؛ خو په یادو برخو کې وړاندې شوې د ودې سلنه او پرمختگونه تر دې هم لور او زيات دي.
نړیوال بانک په خپل وروستي راپور کې د افغانستان د ناخالصو تولیداتو منځنۍ وده ۲.۷ سلنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې که څه هم افغانستان د منځنۍ کچه وده کړې، خو له جدي ننګونو سره مخ دی لکه د مالي خنډونه، د سوداګرۍ ناانډولۍ او د عامه پانګونې محدودیت.
خو د اقتصادي چارو مرستیال وايي چي د اسلامي امارت په راتګ سره په مختلفو سکټورونو کې د بېلابېلو لکه قوش تیپی ملي کانال ټاپي لویو لارو او بندونو اوسپنې پټلۍ او برېښنا د تولید پروژو پيل د بېلګې په ډول یادولی شو. همدا ډول یوازې د ستر مقیاس کانونو په برخه کې شاوخوا ۴۱۵ میلیارده افغانی کورنی او بهرنۍ پانگونه او په نورو برخو کې هم ورته پانگونه جذب شوی ده.
خبرځای ټینګار کوي، غوره ده چې نړیواله ټولنه د حقایقو په واقعي درک له افغانستان سره مثبت تعامل ته مخه کړي، له دې سره به افغانستان په اقتصادي برخه کې نور هم پرمختګ وکړي.
د پیغام پای/