په ننګرهار کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یا یونیسف چارواکو دغه مرسته سه شنبه د لیندۍ په ۱۳ مه د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست ته وسپارله.
په دغو مرستو کې د ټلویزیوني معایناتو (الټراساؤنډ) ۱۵ سیټه ماشینونه، د مور او ماشوم د روغتیا اړوند بېلابېل وسایل او د اکسیجن د تجزیه کولو ماشینونه شامل دي، چې د ننګرهار د حوزوي روغتون ترڅنګ به د دې ولایت د ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته ولېږدول شي.
د پیغام پای/