کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان وکړ چې د هرات ولایت ۲۰ زره ټنه مالګه وپلورل.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو نن دوشنبې د لیندۍ په ۱۲مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ، چي د هرات ولایت غوریانو ولسوالۍ د شل زره ټنه استخراج شوې مالګې آفرګشايي غونډه ترسره شوه.

 په دې غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت د مقام د دفتر عمومي رئیس معراج محمد معراج، د لویو کانونو د چارو د تنظیم رئیس حافظ انجنیر ابوبکر امیني، ټاکلې کمېټې او داوطلبو شرکتونو حضور درلود.

د مقام د دفتر عمومي رئیس د پروسې د روڼتیا د یاد ولایت د مالګې د کانونو په اړه یې خبرې وکړې. ‏په دغه غونډه کې وروسته له آفرګشايي د داوطلبو شرکتونو له جملې څخه د امیني عرفان د پلاستیک تولید شرکت یو ټن په ٢٠٥٠ افغانیو په قېمت سره دیادي سیمې د شل زره ټنه مالګې ګټوونکی اعلان شو.

 د ایرنا د راپور له مخې، هرات ولایت د اوسپنې، مسو، سرو زرو او مالګې کانونه لري.

 د پیغام پای/