هرات- ایرنا- د فراه ولایت سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د الاقصی جومات په نوم د یوه جومات د پرانیستلو اعلان وکړ.

په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د فراه ولایت د رسنیو دفتر نن یکشنبه د لیندۍ ۱۱ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې په فراه ولایت کې د الاقصی جومات په نوم یو ښکلی او عصري جومات د عبدالحمید شریفي په نوم د یوه ملي سوداګر له خوا جوړ شوی دی.

 دغه جومات د څه د پاسه يو کال په موده کې د اووه ميليونه افغانيو په لګښت جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. د دغه جومات د پرانیستلو په مراسمو کې د فراه ولایت والي او نورو سیمه ییزو چارواکو برخه اخیستې وه.

 د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د کابل او ننګرهار ولایتونو اوسیدونکو د فلسطین له مظلوم ملت سره د خواخوږۍ او د صهیونیسټي رژیم د کرکې په خاطر د نړۍ د مسلمانانو د لومړۍ قبلې الاقصی جومات په نوم او شکل سره په دغو ولایتونو کې جوماتونه جوړ کړل.

د پیغام پای/