کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وايي: په تېرو څلورو لسیزو کې د هېواد ځنګلونو ته سخت زیان رسېدلی دی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو نن پنجشنبه د لیندۍ ۸ مه په خپله خبرپاڼه کې وویل د دغه وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې د لرګیو د راټولولو او د قاچاق د مخنیوي بهیر څخه څارنه وکړه.

 مولوي فیضان د دغه سفر په ترڅ کې د ځنګلونو د وهلو په مخنیوي او د طبیعي زیرمو په ساتنه کې د اسلامي امارت په هڅو ټینګار وکړ او ویې ویل: په تیرو څلورو لسیزو کې د هیواد ځنګلونه ډیر زیانمن شوي دي؛ موږ مکلف یو چې د هغې د پرې کولو مخه ونیسو او د ځنګلونو د بیارغولو هڅه وکړو.

 خوست والي د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې د مسوولو ادارو د کړنو په اړه هم معلومات ورکړل او د طبيعي زېرمو د ساتنې په موخه يې د همکارۍ پر پياوړتيا ټينګار وکړ.

 د ایرنا د راپور له مخې، اوس مهال د افغانستان ټولټال یو میلیون او ۷۸۰ زره هکتاره ځمکه په ځنګلونو پوښلې ده. څلور لسیزې وړاندې د افغانستان ځنګلونه یو میلیون او ٩٠٠ زره هکتارو غیر مثمر او ٤٥٠ زره هکتارو مثمر ته رسیدل.

 د پیغام پای/