کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د فواید عامې وزارت ویاند ترکیې ته د دغه وزارت د اوسپنيزې کرښې د مرستیال د سفر خبر اعلان ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن چهارشنبه د لیندۍ ۷ مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: د دغه وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستیال مولوي محمد اسحق صاحب زاده په مشرۍ یو تخنیکي پلاوي د ترکیې هیواد په رسمی بلنه د UIC اتحادیې په ۳۴مه سیمه ییزه غونډه کې د ګډون په موخه پرون ماښام ترکیې هیواد ته سفر وکړ.

په یاده غونډه کې د دغې اتحادیې د کلني راپور تر وړاندې کولو وروسته د سیمه ییزو هیوادونو د ریلي او ټرانسپورټي اسانتیاوو پراخولو، د پانګونو راجلبولو د وروستیو لاسته راړونو او فعالیتونو په اړه خبرې اترې وشي.

دغه راز د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستیال به ددې غونډې په جريان کې په افغانستان کې تر کار لاندې ريلي پروژو، وروستيو فعاليتونو او لاسته راوړنو، سيمه ييز ريلي اتصال، پرمختګونو او راتلونکو پلانونو په تړاو معلومات وړاندې کړي.

 د ایرنا د راپور له مخې، UIC د اوسپنې پټلۍ د پراختيا، ټرانسپورټي او ريلي ترويج په برخه کې يوه نړيواله اتحاديه ده، چې افغانستان په ۲۰۱۳ م کال کې د يادې اتحاديې غړيتوب ترلاسه کړی دی.

د پیغام پای/