کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دغه هېواد په ملي ګالرۍ کې د مني د نقاشۍ او خطاطۍ د اثارو د نندارتون د جوړولو اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو نن دوشنبه د لیندۍ په ۵ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت د هنر او فرهنګ معنیت اړوند د هنرستان ریاست، د نګارستان آمریت له لوري د مني د نقاشۍ او خطاطۍ آثارو تر عنوان لاندې نندارتون د هنرستان ریاست په نګارستان آمریت کې پرانیستل شو. 

په دغه نندارتون کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کارکوونکو چارو ریاست رئیس مولوي نقيب الله نعمان، د هنرستان رئیس مولوي محمد لعل منیب، د نګارستان آمر مفتي رفيع الله ناصح، هنرمندانو، نقاشانو، خطاطانو، استادانو، خبریالانو، د رسنیو مسؤلینو او ځوانانو ګډون کړی وو. هغه له ښوونکو او هنرمندانو وغوښتل چې مسلکي زده کړې وکړي او هېواد ته وياړ ورکړي.

 د هنرستان رئیس مولوي محمد لعل منیب د خپلو خبرو په ترڅ کې له هنرمندانو وغوښتل، چې د چارو د ښه والي په موخه خپل نظرونه او وړانديزونه له هنرستان ریاست سره شريک کړي. 

 د ایرنا د راپور له مخې، په افغانستان کې د نقاشۍ او خطاطۍ تاریخ له څوارلسمې پېړۍ څخه پیل شوی دی.   د سلطان حسین بایقرا د واکمنۍ پر مهال د سید میر محمد علي د خطاطۍ د هنر په اړه لومړی کتاب د «د افغانستان د خطونو خزانې» تر عنوان لاندې ولیکه.

 د پیغام پای/