په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو نن چهارشنبه د لړم د میاشتې په ۳۰ مه نېټه اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په تهران کې د افغانستان د سفارت له سرپرست مولوي فضل محمد حقاني سره وکتل.
دواړو لوریو له ایران سره د افغانستان په سوداګریزه راکړه ورکړه او د ایران په اسلامي جمهوریت کې د افغان سوداګرو د اقتصادي فعالیتونو په اړه خبرې او بحث وکړ
د ایرنا د راپور له مخې، د ایران او افغانستان د سوداګرۍ، صنایعو او کرنې د ګډې خونې د معلوماتو پر بنسټ، افغانانو په ایران کې شاوخوا درې میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.
د پیغام پای/