په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن یکشنبه د لړم په ۲۷ مه اعلان وکړ چي د دغه وزارت د اوسپنيزې کرښې د مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او مل پلاوي د خپل کاري سفر په لړ کې د ايران هيواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له اجرائیوي رییس دوکتور جبارعلي ذاکري او مل پلاوي سره ليدنه وکړه.
دواړو خواوو د خواف-هرات د دريېمې قطعې له لارې د سوداګريزو توکو د انتقالاتو پر زياتوالي، د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د افغانستان د اوسپنيزې کرښې اړوند د تخنيکي کارکوونکو د ظرفيت لوړولو او په افغانستان کې د اوسپنيزې کرښې په برخه کې د پانګونې په څرنګوالي مفصل بحثونه ترسره شول.
دواړو لوريو د افغانستان او ايران ترمنځ په اوسنيو دوه اړخيزو ريلي همکاريو خوښي وښوده او هيله يې څرګنده کړه، چې دواړه هيوادونه بايد د ريلي همکاريو د دوام او پراختيا په موخه هڅې نورې هم زياتې کړي.
د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د ټولګټو د وزارت د ریل پټلۍ مرستيال د ریلي همکاریو د پراختیا په هکله د خبرو لپاره پرون د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ د ایران اسلامي جمهوریت ته لاړ.
د پیغام پای/