په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې چارواکو نن شنبه د لړم ۲۶ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د نیمروز ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د څارنې او تفتیش ټیم د ۳۵ مړزانو د قاچاق مخه ونیوله.
خبرځاى زياته کړه: دغه مرغان د دغه ولايت د چاپيريال ساتنې د رييس مولوي حبيب الله مظهري، د دغه ولايت د ختيځ زنځیر د امنيتي ځواکونو او د ملي راډيو او تلويزيون د استازي په شتون کې په ځنګلونوکې آزاد شول.
په ورته وخت کې د سمنګانو ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست کارکوونکو د حضرت سلطان ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د امنیتي موظفینو په همکارۍ د خلم او حضرت سلطان ولسوالیو درې تنه اوسیدونکي د آسیا آباد له کلي څخه د مرغانو د ښکار کولو پرمهال له خپلو وسایلو سره یو ځای نیولي دي. نيول شوي کسان د نورو پلټنو لپاره د اړوندې ولسوالۍ د مسوولينو تر څارنې لاندې دي.
د ایرنا په وینا، د مرغانو ساتنه د هیوادونو د طبیعت د ښکلا او د طبیعي ایکوسیستم د ساتنې لپاره مهمه او اړینه ده.
د پیغام پای/