کابل – ایرنا – د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست او د روغتیا د نړیوال سازمان مشر له پولیو او نورو ساري ناروغیو سره د مبارزې پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکو نن شنبه د لړم ۲۶ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چي د دغه وزارت سرپرست نور جلال جلالي سعودي هېواد ته د سفر په لړ کې د روغتیا نړیوال سازمان له عمومي مشر، ډاکټر ټیډروس سره لیدنه ترسره کړه.

 په دې کتنه کې دواړو لورو د روغتیا په برخه کې د لا زیاتو همکاریو په راجلبولو، د پولیو او ورته نورو ساري ناروغیو سره د مبارزې په غښتلتیا، د هېواد په سپینو سیمو کې د روغتیايي خدماتو برابرولو، په نړیوالو روغتیایي کنفرانسونو او ناستو کې د عامې روغتیا وزارت د استازو پر ګډون او یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو بحث او خبرې وکړي.

 مولوي نورجلال جلالي وویل:  د اسلامي امارت له واکمنېدو راپدېخوا مونږ هڅه کړې، چې له خپلو داخلي سرچینو د روغتیايي سیستم تمویل زیات او لا یې غښتلی کړو، هڅه کوو چې د ولسوالیو په کچه روغتیایي سیستم غښتلی کړو، په تدریجي ډول د روغتیا سکتور د ځان بسیاینې لور ته یوسو او هغه څه چې د ولسونو لپاره اړین دي تر سره کړو.

 د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست پرون په یوه نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره سعودی عربستان ته لاړ.

د پیغام پای/