د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د اسلامی انقلاب د معظم رهبر ستر سلاکار علی لاریجانی له المیادین شبکې سره په خبرو کې وویل: د لبنان په جنوب کې جنګونه د صهیونیسټ رژیم د ناکامۍ او د دغه رژیم د بې عقلۍ ښودنه کوی.
هغه څرګنده کړه: سوریې او لبنان ته د خپل سفر په ترڅ کې زه د سوریې ولسمشر بشار اسد او د لبنان د پارلیمان مشر نبیه بری ته د انقلاب د معظم رهبر د مستقیم پیغام وړونکی وم او د دغو پیغامونو د جزئیاتو اعلان هغوی ته پریږدم. لاریجانی وویل: د دغو پیغامونو اصلی هدف د مقاومت او د سوریې او لبنان د خلکو ملاتړ ؤ.
هغه وویل: مقاومت پخه دی او د هیچا مشورې ته اړتیا نه لري، بلکې مقاومت هغه دی چې نورو ته نصیحت وکړي.
د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار څرګنده کړه: د اوربند په مسوده کې داسې مادې شاملې دي که امريکې او صهيونېسټ رژيم له هغه نه خلاف ورزۍ ونه کړي، په راتلونکي کې د موافقې سبب کېږي.
لاریجاني زیاته کړه: زه نه غواړم د اوربند او نورو مسایلو په اړه خپل شخصي نظر څرګند کړم ځکه دا د لبنان د حکومت مسوولیت دی. هغه وویل: حزب الله یو هوښیار او معقول ګوند دی او هوښیار او له سیاسي پلوه تکړه قوماندانان لري او موږ د هغوی په پرېکړو باور لرو.
لاریجانی وویل: د صهیونیسټانو یوه برخه پروپاګند دی خو مونږ د مقاومت د مشرانو په هوښیارتیا پوره باور لرو. هغه زیاته کړه: کاندولیزا رایس په ۳۳ ورځنۍ جګړه کې د منځني ختیځ د څېرې د بدلولو هڅه وکړه، اوس چېرته ده؟ هغه څه کولی شو؟
لاریجانی څرګنده کړه: بنیامین نتانیاهو د منځنی ختیځ د بدلون غوښتونکی دی خو په کوم قوت سره غواړی دغه ارمان پوره کړی؟ نتانیاهو په هر څه کې د امریکایانو په ځواک تکیه کوي، او له دوی پرته، هغه هیڅ نه دی، او تر اوسه یې څه ترلاسه کړي؟
هغه زیاته کړه: موږ په بریا باور لرو او د غزې په تړانګه کې د صهیونیسټي رژیم نسل وژنې قوي او هوډمن خلک پیدا کړي دي.
د پیغام پای/