کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر د هېواد له پولیسو وغوښتل چې د خپلو دندو په ترسره کولو کې له غفلت او بې پروايي څخه ډډه وکړي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن سه شنبه د لړم د میاشتې په ۲۲ مه نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي دي چي د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په میدان وردګ ولایت کې د معسکر له زده کړو د ۲۶۱ مجاهدینو د فراغت په غونډه کې ګډون وکړ.

حقاني د هېواد پوليسو ته په خطاب کې وويل: ستاسو او ستاسو د همسنګرو ملګرو د میړانې له برکته په ټول هېواد کې امن راغلی دی او د استعمار ټغر ټول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست له ګوښه شویو چارواکو وغوښتل چې له خپل ولس سره په خوښۍ چلند وکړي او په خبره یې چې، د شهیدانو د کورنیو پالنه وکړئ او د خپلو دندو پر مهال له غفلت او بې پروايۍ څخه ډډه وکړئ.

 د پیغام پای/