په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغاني سرې مياشتې مسوولينو نن سه شنبه د لړم په ٢٢مه، په يوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، د المان د سولې کلي مرستندوی بنسټ د مسئولینو ین یسن او آغلې کلوډیا له لوري د افغاني سرې میاشتې مرستیال حافظ عزیز الرحمن ته په افغانستان کې دننه په اور د سخت سوځېدلیو او میکروبي هډوکو پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې په موخه ۴۰ زره یورو نغدې مرسته چې معادل ېې درې ميليونه افغانۍ کېږي، وسپارل شوه.
د یادې نغدي مرستې د سپارولو پر مهال د افغاني سرې میاشتې مرستیال د المان د سولې کلي خیریه بنسټ د اوږد مهاله او دوامداره مرستو د مننې ترڅنګ، د یاد بنسټ بشرپال خدمتونه د اړمنو او ناچاره کورنیو د لاسنیوي په برخه کې موثر او اغیزمن وبلل او د لازیاتو همکاریو غوښتنه يې وکړه.
د المان هېواد د سولې کلي خیریه بنسټ د مالي چارو مسئول ښاغلي ین یسن د افغاني سرې میاشتې د خدماتو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې د افغان ولس لاسنيوي ته به دوام ورکوي.
د ایرنا په وینا، د 1988 راهیسې، د آلمان د سولې کلي خیریه بنسټ د سرې میاشتې ټولنې سره نغدي او غیر نغدي مرستې کړې دي.
د پیغام پای/