کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت له کابل، لغمان او پنجشیر ولایتونو څخه د ۴۰ روږدو کسانو د راټولولو اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنيو چارو وزارت چارواکو نن سه شنبه د لړم په ١٥مه، په يوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو د نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو د لړۍ په دوام د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه ٢٤ تنه له کابل څخه، ۱۰ تنه له لغمان څخه، ۱۰ تنه له پروان څخه ۵ تنه او یو تن له پنجشیر څخه راټول او د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته انتقال شوي دي.

 خبرځاى زياته کړه: پوليسو په بلخ ولايت کې په نشه يي توکو ٢٩ تنه روږدي کسان له درملنې وروسته خپلو کورنيو ته وسپارل.

د پیغام پای/