کابل- ایرنا- صهیونیسټي سازمان چې د «اسرائیل د بیمې ادارې» په نامه یادیږي اعلان کړی چې د الاقصی د طوفاني جګړې له پیل راهیسې په تیرو ۱۴ میاشتو کې ۱۸۰۲ صهیونیسټان وژل شوي دي.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د اسرائیلو د بیمې ادارې اعلان کړی چې د الاقصی د طوفان په عملیاتو او ورپسې جنګ کې ۹۰۲ صهیونیسټان او د دغه رژیم ۹۰۰ افسران، پوځیان او امنیتی ځواکونه وژل شوی دی.

 د صهیونیسټ رژیم د تلفاتو د دغو احصایو اعلان په داسې حال کښې کیږی چې د صهیونیسټی پوځیانو او میشتو پوځیانو د مرګ ژوبلې د اصلی احصائیو په اړه د سختو سانسور سیاست څه دپاسه یو کال مخکې د جنګ له پیله تراوسه دوام لری او د اشغالګر رژيم پوځ د خپلې داخلي جبهې د مورال د ساتلو په خاطر د اردو د عسکرو او د مقاومت د مجاهدینو تر منځ په نښتو کې د تلفاتو اصلي شمېره په کلکه پټوي او دیره کم خپروي.

 په دې لړ کې د صهيونېسټ رژيم يو شمېر رسنيو تر اوسه د خپلو تلفاتو او ژوبلو په اعلانولو کې د صهيونېسټ رژيم د پوځ له سختو سانسورونو اعتراف کړی دی؛ د ځینو کتونکو په اند دغه اقدام په جګړه کښ
ې د صهیونیسټی پوځیانو د مرګ ژوبلې د زیاتیدا او په اشغال شویو سیمو کې د نورو داخلی غبرګونونو د ویرې له امله شوی دی.

 دغو رسنیو له دې مخکې څرګنده کړې وه چې دصهیونیسټ رژیم دپوځ لخوا اعلان شوی ژوبل شوی شمیر د دغه رژیم د روغتونونو له خوا چمتو شوی شمیر سره ډیر توپیر لری. په همدې لړ کې د صهیونیسټ رژیم ۱۲ چینل اعلان وکړ چې د دغه رژیم پوځ د روغتون له چارواکو وغوښتل چې له پوځ سره له همغږۍ پرته دې د تلفاتو هیڅ احصائیه خپره نه کړی.

 د صهيونېسټ رژيم يو مشهور خبريال «افرائیم مردخای» هم د تېر کال د جنګ په پيل کې د دغه رژيم د پوځيانو د مرګ ژوبلې د شمېر د څرګندولو له امله ونيول شو. د هغه نیول وروسته له هغه وشو چې هغه وویل چې هغه د تل ابیب په یوه روغتون کې د لسګونو اسراییلي سرتیرو جسدونه یو ځای لیدلي وو. دغه خبریال زیاته کړه چې د اسرائیلو پوځ به د دوی جسد خپلو کورنیو ته ونه سپاري.

د پیغام پای/