کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت په کابل کې د یو نیم میلیون افغانیو په لګښت د یو یتیم خانې د جوړولو خبر اعلان وکړ.

 په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت چارواکو نن شنبه د لړم په ۱۲مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د اوسېدونکو په مالي مرسته یو یتیم خانه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د اهل صفه دارالاېتام چې د ۱،۵ مېلیونه افغانیو په لګښت سره په همدې ولسوالۍ کې د اهل صفه مدرسې د یتیمانو او بې وزله طلابو لپاره جوړ شوی، درسي ټولګي او ټولې ښوونیزې آسانتیاوې لري.

خبرځاى زياته کړه: د پوهنې وزارت رهبري د کابل ولايت د موسهي ولسوالۍ د خلکو له مالي ملاتړ څخه مننه کوي.
 د پیغام پای/