په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر نورجلال جلالي نن پنجشنبه د لړم ۳ مه په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو د ملاتړ صندوق(UNFPA) له مشرې کوابینا اسانتی سره وکتل.
دواړو خواوو د هېواد په سپينو سيمو کې د روغتيايي د ځالو جوړېدو، د جوړو شویو روغتیايي ځالو د خدمتونو پر پراخوالي، د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د خدماتو پر څرنګوالي او کیفیت، د روغتیايي پرسونل په ارتقاء ظرفیت، د مور او ماشوم لپاره د ځانګړو روغتیايي خدماتو د پراخوالي په موخه خبرې وکړي.
نور جلال جلالي د یاد سازمان له استازو سره د خپلو خبرو په ترڅ کې د لا نورو نویو روغتیايي ځالو جوړولو، د خدماتو پر پراختیا او راتلونکي کې د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو لپاره د روغتیايي خدماتو برابرول اړین وګڼل، تر څو د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته روغتیايي خدمات ورسول شي.
د پیغام پای/