په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت چارواکو نن پنجشنبه د لړم ۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي: په خواشیني سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د ترکیې په پلازمینه انقره ښار کې د هوايي صنايعو پر شرکت توساش یو شمېر وسله والو برید ترسره کړی دی، چې مرگ او ژوبله یې رامنځ ته کړې ده.
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د دغه برید په غندلو سره، د ترکیې دولت او خلکو او د دغې دردونکې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او هیله وکړه چې د ترکیې ولس او حکومت به له دغه ډول کړاو سره یو ځل بیا مخ نه شي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکیې د هوايي صنايعو پر شرکت د وسله والو د برید په پایله کې پنځه تنه وژل شوي او تر ۲۰ زیات نور ټپیان شوي دي.
د پیغام پای/