د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د صهیونیسټي ترهګرې رژیم پوځ نن په یوې بیانیې کې اعلان وکړ چې د لبنان داسلامي مقاومت ځواکونو پرون د اسرائیلو په هدفونو ۱۴۰ بي پیلوټه الوتکو او توغندي وویشتل.
د صهیونیسټي ترهګرې رژیم پوځ له دې مخکې د لبنان په جنوب کې د «۹۳۰۸» کنډک د مرستیال جګړن «اویرام حریف» د وژل کیدو او د دغه هیواد د ۲۵ پوځیانو په ټپي کیدو د غزې تړانګه او جنوبي لبنان اعتراف کړی وو.
د ایرنا د خبر له مخې د صهیونیسټ رژیم پوځ د روانې میاشتې په دوهمه نیټه د لبنان د جنوب په مختلفو سیمو پراخ بریدونه پیل کړل چې تر نن ورځې پورې دوام لری.
د لبنان د روغتیا وزارت د راپور له مخې د صهیونیسټ رژیم په ترهګرو حملو کې څه د پاسه ۲۵۰۰ کسان شهیدان او په زرګونو نور ژوبل شوی دی.
د لبنان د روغتیا وزارت پرون اعلان وکړ چې په دغه هیواد د صهیونیسټ رژیم په حملو کې د شهیدانو شمیر ۲۵۴۶ تنو ته رسیدلی دی.
دغه وزارت د ټپيانو شمېر ۱۱۸۶۲ تنه اعلان کړی دی.
د پیغام پای/