کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په اشغالي فلسطین کې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو دوام د بشري حقوقو د بنسټونو د چوپتیا تر سیوري لاندې د شرم وړ وباله.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي د یکشنبې په ورځ د تله د ۲۹مې نیټې په شپه وویل: د شرم ځای دی چې د نړیوالې ټولنې او د بشری حقوقو د بنسټونو د چوپتیا او بې مسئولیتۍ په سیوری کې او په عین حال کې د غاصب صهیونیسټ رژیم د معافیت او له صهیونیسټ رژیم سره د امریکې د ملاتړ دوام، مونږ هره ورځ د فلسطین د خلکو په خلاف د دغه رژیم د هر ډول جنایتونو او وحشیانه اقداماتو شاهدان یو.

 د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه: په بیت لاهیا کې له تیرې شپې تر نن سهاره پورې د څه دپاسه اویا بې ګناه فلسطینی ښځو او ماشومانو قتل عام او همداشان په الاقصی جومات باندې د صهیونیسټی رژیم وحشیانه حملې، د صهیونیسټ رژیم لخوا د یو منظم او خطرناک پلان چمتو کول د فلسطین د ملت د هویت او د دې سپیڅلې خاورې د سپیڅلو ځایونو په ځانګړې توګه د مسجد الاقصی د ویجاړولو لپاره دی.

 بقايي دفلسطین دخلکو پرضد دصهیونیسټانو دجنایتونو او حملو د دوام له ناوړه او نه اټکل کیدونکې پایلو په خبرولو سره، د دغه رژیم جنایتونو ته د نړیوالې ټولنې او اسلامی حکومتونو د سمدستی، قاطع او ځپونکی ځواب او د هغه جنایتکارو مشرانو د حساب ورکولو غوښتنه وکړه.

 هغه څرګنده کړه: د ایران اسلامی جمهوریت په الهي وعدې باندې په ټینګه اعتقاد سره به د اشغال او نژادي تبعیض په وړاندې د فلسطین د خلکو د مشروع مقاومت په ملاتړ کې خپل اخلاقي، اسلامي او قانوني مسوولیت  ته په تینګ ولاړ به وي. 

د پیغام پای/