کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ په پروژو کې د ترکي پانګوالو لېوالتیا اعلان کړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو په کابل کې د ترکیې له یو شمېر عالمانو او سوداګرو سره د دغه وزارت د سرپرست ملا عبداللطیف منصور د کتنې خبر اعلان وکړ.

په دې کتنه کې دواړو لورو د اوبو او انرژۍ په پروژو کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې.

د ترکيې علماوو او سوداګرو له افغانستان اسلامي امارت سره په ځانګړې توګه د اوبو او انرژۍ په پروژو کې د پانګونې په برخه کې د همکارۍ لېوالتیا څرګنده کړه.

 دوی وویل چې له دغه وزارت سره به په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ په پروژو کې د پانګونې او دغه راز د افغان انجنیرانو د تخنیکي روزنې په برخه کې همکاري وکړي.

 د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په دې کتنه کې ټینګار وکړ چې په دغه هېواد کې د اقلیمي بدلونونو او پرله پسې وچکالیو له امله د اوبو مدیریت او د انرژۍ پراختیا د افغانستان د خلکو له مهمو اړتیاوو څخه دي. 

منصور په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو د کمېدو وضعيت ته په اشارې سره په لنډه توګه د دغه وزارت برنامو ته اشاره وکړه، او  ترکي سوداګرو ته يې بلنه ورکړه،چې د کابل ښار د اوبو د برابرولو په پروژو کې لکه له پنجشير څخه کابل ته د اوبو د لېږد په پروژه، د شاتوت للندر د بند په پروژه او د اوبو او انرژي په نورو ټولګټو پروژو کې پانګونه وکړي.

 د پیغام پای/