په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د حزب الله بې پیلوټه الوتکو د تله په ۲۸مه د شنبې په سهار وختي د اشغال شوي فلسطین هوايي حریم ته ننوتل.
رسنیو راپور ورکړی چې تل ابیب ته نږدې د نتانیاهو د استوګنې په شاوخوا کې اور لګیدلی دی.
د قطر العربي هم خبر ورکړی چې د حزب الله بې پیلوټه الوتکه د قیصریه سیمې پر لور وتوغول شوه او د نتانیاهو په استوګنځي یې وویشتله. یدیعوت احارونوت هم راپور ورکړ چې دا لا څرګنده نه ده چې آیا نتانیاهو نن سهار په قیصریه کې په خپل شخصي کور کې د حزب الله ډرون د ویشتلو پرمهال شتون درلود که نه.
عبراني رسنیو خبر ورکړی، چې د حزب الله په دغه برید کې یو شمېر ترهګر صهیونیسټان ټپیان شوي دي.
د پیغام پای/