کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزارت سرپرست مفتش وویل: موږ د هیواد د امنیت او ساتنې په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ یو.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکو پنجشنبه د تله ۲۶ مه په یوه خبرپاڼه کې د دغه وزارت د شمالي دروازې د پرانیستلو خبر ورکړ.

دغې دروازې د ملي دفاع وزارت مرستیال الحاج ملا محمد فاضل "مظلوم"په مشرۍ د ملي دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطف الله "حکیمي"، د وسلوال پوځ لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" او ګڼ شمېر رئیسانو په شتون کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

د ملي دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطف الله "حکیمي" دغه کار یوه لویه لاسته راوړنه وګڼله او د حمایې او امنیت لواء د کارونو ستاینه یې وکړه او د لا ښه امنیت او بیت المال په ساتنه کې یې مجاهدینو ته لازمې توصیې وکړې.

هغه زیاته یې کړه: د هیواد په ساتنه او امنیت کې موږ پخپلو ژمنو ولاړ یو او پخپل وخت به یې عملي کوو.

 د پیغام پای/