کابل- ایرنا- د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر وویل: په ټول هیواد کې د تعلیمي مرکزونو پراختیا په ځانګړي ډول په لرو پرتو او محرومو سیمو کې زموږ له لومړیتوبونو څخه دی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت چارواکو نن شنبه د تله ۲۱ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست مولوي سید حبیب الله اغا هرات ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې په زنده جان ولسوالۍ کې یوه دیني مدرسه پرانیستله.

خبرځاى زياته کړه: دغه ښوونځى دڅلورو ديوالونو په ګډون اته درسي ټولګي، اداري او دټولو ضروري ملحقاتو په لرلو سره جوړ شوى دى چې ټول ټال ٨٥٠٠ زره افغانۍ لګښت پرې راغلى دى.

 د پوهنې سرپرست وزیر وویل، په ټول هېواد کې په ځانګړې توګه په لرو پرتو او محرومو سیمو کې د ښوونیزو مرکزونو پراختیا د پوهنې وزارت له لومړیتوبونو څخه دی.

نوموړي په دغه ولایت کې د ښوونځیو او مدرسو د ستونزو په حل کې د همکارۍ ژمنه هم وکړه.

د پیغام پای/